په غزه کې لوږې او محاصرې 66 ماشومان مړه او زرګونه نور د مړینې له ګواښ سره مخ دي

(کابل ټکی کام، دوشنبه، ۹چنګاښ ۱۴۰۴):

په غزه کې د اسرائيلي محاصرې له امله د لوږې او خرابې تغذيې له کبله تر اوسه 66 ماشومان مړه شوي او زرګونه نور د مړينې له ګواښ سره مخ دي.
د غزې د صحت وزارت او نړیوالو سازمانونو په راپورونو کې ویل شوي چې د 2025 د جون تر پایه پورې د ماشومانو د مړینې کچه مخ په زیاتېدو ده. راپورونه ښيي چې له جنورۍ 2025 راهیسې هره ورځ شاوخوا 112 ماشومان په روغتونونو کې د خرابې تغذيې له امله بستر کېږي.
د روغتیا نړیوال سازمان په یوه راپور کې ویلي، که محاصره روانه پاتې شي، په راتلونکو میاشتو کې شاوخوا 71 زره ماشومان د سختې خرابې تغذيې ښکار کېدای شي.
د خوړو نړیوال پروګرام د مې په میاشت کې راپور ورکړی چې په غزه کې 91 سلنه خلک د خوراکي موادو له سخت کمښت سره مخ دي، او د زراعت 68 سلنه ځمکې په جګړو کې ویجاړې شوې دي.
همدارنګه، په شمالي غزه کې یو له شپږو ماشومانو څخه د شدیدې خرابې تغذيې په حالت کې ژوند کوي. راپورونه زیاتوي چې له مارچ 2025 راهیسې د مرستو د داخلېدو مخه نیول شوې او د ماشومانو لپاره د شيدو پوډر او نورو غذایي موادو ذخیره ختمه شوې ده.
د روغتیا برخې چارواکي وايي، دا مهال یوازې 17 روغتونونه په جزوي ډول کار کوي، او په شمالي غزه او رفح کې هېڅ روغتون فعال نه دی.
ملګري ملتونه او نور انساني سازمانونه له نړیوالې ټولنې غوښتنه کوي چې د بشري مرستو د رسولو لپاره د غزې پر محاصره فشار راوړي او د ماشومانو ژوند وژغوري.

مربوطه مطالب

Back to top button