د افغانستان او هند ترمنځ کلنۍ سوداګري له یو میلیارد ډالرو واوښته

(کابل ټکی کام، دوشنبه، ۹چنګاښ ۱۴۰۴):
د هند د صنعت او سوداګرۍ وزارت په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، د ۲۰۲۴ د اپریل له لومړۍ نېټې څخه د ۲۰۲۵ د مارچ تر ۳۱مې پورې د افغانستان او هند ترمنځ سوداګري له یو میلیارد امریکایي ډالرو اوښتې ده.
خبرپاڼه کې زیاته شوې، له افغانستانه د هند واردات څه باندې ۶۸۹ میلیونه ډالرو ته رسېدلي چې دا د تېر مالي کال په پرتله ۷.۴ سلنه زیاتوالی ښيي.
همدارنګه، له هند څخه افغانستان ته صادرات شاوخوا ۳۱۸ میلیونه ډالرو ته رسېدلي دي.



