د پنجشېر ـ تخار نښلوونکي سړک لپاره ۲۷۰ میلیونه افغانۍ بودیجه منظوره شوه

(کابل ټکی کام، دوشنبه، ۹چنګاښ ۱۴۰۴):
د افغانستان اسلامي امارت د زعیم شيخ الحديث هبت الله اخندزاده په لارښوونه د پنجشېر او تخار ولایتونو ترمنځ د ۲۸ کیلومتره نښلوونکي سړک لپاره ۲۷۰ میلیونه افغانۍ بودیجه منظور شوې ده.
د پنجشېر ولایت مقام د رسنیز دفتر په وینا، دا سړک چې پینځه متره سور لري، ډېر ژر به یې عملي چارې پیل شي.
د معلوماتو له مخې، د دې سړک په جوړېدو سره به تخار، بدخشان، کندوز او نور شمال ختیځ ولایتونه د یوې لنډې او خوندي لارې له لارې له کابل سره وصل شي، او پنجشېر ولایت به د پرتو ولایتونو په مهمه څلورلارې بدل شي.



