کابل ټکی کام ۲۳کب/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
پخوانی جهادي رهبر وايي، د هغو په وړاندې چې د خلکو په وژنه او د تأسیساتو په تخریبولو کې لاس لري، په وړاندې یې جګړه جایز نه، بلکې یوه دیني او شرعي وجیبه ده.
د صبغت الله مجددي د رسمي فیسبوک څخه په نشر شوې بیانیه کې راغلي دي، چې:
«په تأکید سره وایم، د هغو خلکو په وړاندې چې د «انتحار او انفجار له کبله په لسهاوو ماشومان، ښځې او په ښارونو کې پیاده ګرځېدونکي وژني»، او هغه چې مساجد، مکاتب او نور ملي او دولتي ساختمانونه د انفجار او انتحار په واسطه تخریبوي، نه یوازې د هغوی په خلاف مسلحانه جګړه جایزه نه، بلکې یوه شرعي او دیني وجیبه ده.»
نوموړي همدا راز ویلي دي، چې انتحار او انفجار د اسلامي شرعي احکامو سره صراحتاً تضاد لري.
مجددي همدا راز زیاته کړې ده، چې پاکستان د افغانستان په چارو کې مستقیماً مداخله لري.
ده ویلي دي، چې «ترهګر» د پاکستان د استخباراتو له لورې تربیه او تجهیز کیږي.
صبغت الله مجددي له طالبانو څخه د نبوي سنتو د پیروۍ، د خلکو له وژنو څخه د لاس اخیستنې او د سولې په روانو مذاکراتو کې د ګډون غوښتنه کړې ده.
















