کابل ټکی کام ۲۳کب/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
څو اونۍ وړاندې د کورنیو چارو وزارت له غزني څخه پولیسو ور غوښتي وو، او په دغه ولایت کې یې د پولیسو په تشکیلاتو کې کموالی را ووست، چې د غزني امنیه قومندان یې په غبرګون کې وویل، چې «غزنی د سقوط له ګواښ سره مخ دی، باید په ځواکونو کې یې کموالی را نشي»
اوسمهال یو ځل بیا د غزني امنیه قومندان مل پاسوال امین الله امرخیل په ننۍ تازه څرګندونو کې ویلي دي، که غزنی سقوط وکړي، نو پړه به یې د کورنیو چارو وزارت پر غاړه وي.
نوموړي له کورنیو چارو وزارت څخه شکایت کړی دی، او ویلي یې دي، چې:
«د کورنیو چارو وزارت د غزني ولایت په یو شمېر سیمو کې د پولیسو په تشکیل کې کمښت را وستی دی، او په ځینو سیمو کې یې کنډک پر ټولي بدل کړی دی.»
امرخیل ویلي دي، چې د اندړو ولسوالۍ او نورې سیمې د سقوط سره مخ دي، د کورنیو چارو وزارت په دغه کار سره به د راتلونکو پایلو مسئولیت ټول پر دغه وزارت وي.
ده وویل، چې حکومت د خلکو په امنیت ساتلو مجبور دی، نه دا چې یو ولایت وسله والو طالبانو ته تسلیم کړي.
نوموړي د خپلې دندې د پرېښودو ګواښ وکړ، او ویې ویل:
«که د کورنیو چارو وزارت دغې ستونزې ته جدي پاملرنه ونه کړه، پر خپله دنده به فکر وکړم.»
د غزني ولایت د ولایتي شوراء غړي حسن رضا یوسفي هم رسنیو ته د کورنیو چارو د وزارت د دغه کار په کولو سره وویل، چې غزنی به د امنیتي ستونزو سره مخ شي.
د کورنیو چارو وزارت لا تر دا مهاله پورې د دې په اړه څه نه دي ویلي.
















