کابل ټکی کام ۲۳کب/۱۳۹۴، فرید احمد
د امریکا د جمهوري ګوند څخه مخکښ نوماند ډونالډ ټرمپ د انتخاباتو په مقدماتي پړاو کې درنده ماتې وخوړه.
دغه د ګوند مقدماتي رایه ګیرۍ دي، چې د امریکا لپاره د ولسمشرۍ انتخاباتو ته نوماندان معرفي کوي.
میلیاردر ټرمپ په واشنګټن ډي سي او وایومنګ کې د شنبې په ورځ ماتې وخوړله.
په واشنګټن کې سناتور مارکو په اسانۍ سره ده ته ماتې ور کړه.
د امریکا په پایتخت واشنګټن کې ټرمپ د په سلو کې د ۱۳،۸ رایو ګټلو سره درېیم ځای ونیو.
په واشنګټن کې د ډیموکراتانو ملګري ډېر دي، یوازې ۶ په سلو کې د جمهوري غوښتونکو د ګوند پلویان دي.
ټډکروز په سلو کې ۶۶،۳ رایو ګټلو سره په وایومنګ ایالت کې له ټرمپ څخه مخکې شو، او ورپسې مارکو روبیو په سلو کې د ۱۹،۵ رايو ګټلو سره دویم مقام او ټرمپ د ۷،۲ رایو ګټلو سره درېیم مقام خپل کړ.
















