د غزې جګړه؛ د مقاومت بریدونو کې ګڼو صهیونیستي پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۴ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)
غزه کې د مقاومت ځواکونو د اشغالګرو صهیونیستي ځواکونو پر مورچلونو، ټانکونو او تجمعاتو باندې بریدونه کړي، چې له امله یې ګڼو اشغالګرو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د حماس اسلامي غورځنګ د پوځي ځانګې “القسام” لېوا ویاند “ابو عبیده” ویلي، چې ځواکونو یې تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اشغالګرو پر درېو کنډکونو بریدونه کړي، چې پکې بیت حانون، او د رفح په جنوبي سیمو کې د دښمن ځواکونه په نښه شوی دی. نوموړي زیاته کړې، چې د دغو عملیاتو پر مهال د اشغالګرو ټانکونه سوځول شوي، وسلې یې نیول شوې او ګڼ پوځیان وژل شوي او ټپیان دي.
د اسراییلي رسنیو په وینا، د پوځیانو مړي او ټپیان د چورلکو او زرهي وسایطو په مټ د جګړې له لیکو راایستل شوي او تل ابیب ته لېږدول شوي دي. د اسراییلي پوځ چارواکو د خپلو تلفاتو دقیق شمېر نه دی اعلان کړی، خو غیر رسمي سرچینو د لسګونو عسکرو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
له بلې خوا، د مقاومت ځینو نورو ډلو لکه سرایة القدس، المجاهدین او الاقصى شهیدانو کنډک هم د ګډو عملیاتو مسؤلیت منلی او ویلي یې دي چې د اشغالګرو د شاتګ لپاره یې نوې تکتیکي کمینونه پیل کړي دي.



