(کابل ټکی کام، يکشنبه، ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۴):
هر څه چې د اسرائيلي رسنيو له لوري د غزې جګړې په اړه خپرېږي، حقیقت نه لري. برعکس، ډېری حقایق له خلکو پټ ساتل کېږي. دا خبره پنځو اسرائيلي عسکرو د اسرائيلي ورځپاڼې «هاآرتس» سره په مرکه کې کړې ده، چې په غزه کې د جګړې پر مهال د خپل حالت دردناکې تجربې یې شريکې کړې دي. رسنيو ویلي چې دا هغه څه دي چې هېڅ اسرائيلي وګړی یې اورېدل نه غواړي. د الجزيره عربي په حواله، هاآرتس لیکلي، دغه پنځه عسکر له ښوونځي فارغېدو وروسته غزې ته استول شوي او نږدې ۲۱ مياشتې جګړه کې ښکېل پاتې دي.
دغه عسکرو ويلي چې غزه کې جګړه د حماس پر ضد ډېره سخته او ستړې کوونکې ده، چې د دوی په خبره «دا هغه حقيقت دی چې د اسرائيلو پوځ یې له ژورې نااميدۍ، غوسې او وېرو سره مخ کړی، حتی دومره چې حرکت یې بند کړی او هېڅ پای يې نه ښکاري».
سرچینې زياتوي چې په لومړۍ کرښه کې جنګېدونکو عسکرو غږونه لا هم د اسرائيلي ولس تر غوږو نه رسېږي. آن که خبریالان هم له عسکرو سره يو ځای شي، هلته يوازې هغه صحنې ورته ښودل کېږي چې له وړاندې ورته ترتيب شوې وي.
د راپور په اساس، د پوځ مشران او ویاندویان دا ټاکي چې کوم عسکر له رسنيو سره وغږېږي او څه ووايي یا څه پټ وساتي. کله چې خبریالان بيرته ستنېږي، نو د عسکرو په ستاينه کې دروغجن شعارونه ورکوي چې ګوندې «زمري دي» او «ډېره لوړه حوصله لري». خو هغه عسکر چې هاآرتس سره یې خبرې کړې، يو بل ډول کيسه لري چې د حکومتي بيانونو خلاف ده.
هغوی وایي، جګړه دوی تر ژورې روحي او فزيکي ستومانۍ لاندې راوستې او هره ورځ دا وېره ورسره وي چې ښايي په وژل شويو کې يې نوم شامل شي. ډېری عسکرو له خپل نوم څرګندولو ډډه کړې، خو پنځه تنه حاضر شوي چې خپل غږ پورته کړي او يوازې یوه غوښتنه لري: «موږ جګړې ته واستول شو، اوس زموږ خبرو ته غوږ شئ».
کفیر پلي لوا ۲۱ کلن عسکر یوناتان
یوناتان چې نوم یې بدل شوی، د کفیر پلي لوا عسکر دی. هغه وايي: «موږ د جباليا کمپ کې يوه کور ته څېرمه ځای نیولی و. يو شمېر سپي راغلل او غپل يې پيل کړل. زموږ مشر له سپيانو تنګ شو، يو په بل پسې يې ډزې پرې وکړې او بيا یې وويل: دا سپي ښايي ترهګر او لېوني وي».
یوناتان زیاتوي: «بله ورځ موږ ته د همدې کور د پاکولو امر وشو، چې ننوتو، ناڅاپه چاودنه وشوه او زه يې په هوا وغورځولم. خولې مې د وينې خوند نيولی و، خو وروسته پوه شوم چې دا زما د نږدې ملګري وينه وه. هغه امبولانس يووړ، له هغې ورځې وروسته نه خوب راته کېږي او نه ډوډۍ خوړلی شم».
نوموړي زياته کړه: «يوه شپه د شپې په څوکۍ ولاړ وم، د ساه تنګۍ احساس مې وکړ او په منډه لاړم چې مخ ووينځم، وروسته افسر زه د انضباطي محکمې ته راوغوښتلم او ۲۸ ورځې بندي شوم».
د پراشوټي کشفي واحد ۲۰ کلن عسکر أورو
أورو هم خپله تجربه داسې شریکه کړه: «يوه ورځ د خان يونس په ړنګو ودانيو کې روان وو، چې پنځه يا شپږ مړي مو ولیدل، ځينې لکه د سپيانو له خوا خوړل شوي وو. دوه ماشومان هم په کې وو. دا یوه ډېره دردناکه او نه هېریدونکې صحنه وه».
د غفعاتي لوا ۲۱ کلن عسکر أومير
اومير وايي: «ډېر سخت دي ومنل شي چې يوازې شل مياشتې تېرې شوې دي، خو زه فکر کوم دا له لسو کلونو هم اوږده وه. کله چې جګړه پيل شوه، ډېره خوښي وه چې يوه لوړه موخه مو ده، خو اوس پوه شوم چې دا يوه بې ځایه هيله وه. زه نور د ملګرو د مرګ خبرونه زغملی نشم».
هغه وايي: «ډېر عسکر د قومندانانو د ناسم پلان او تجهیزاتو نشتوالي له امله مري. رسنۍ يې يوازې د بم چاودنې قرباني بولي. خلک نه پوهېږي چې موږ څومره خپل ملګري تر خاورو لاندې کړيدي».
د ناحال کشفي ټولي ۲۱ کلن عسکر یائير
یائير وايي: «بيت لاهيا کې د شپې دوه بجې حماس بريد وکړ، موږ په خوب کې وو، ناڅاپه جګړه پيل شوه. مشر مې داسې غږونه کول لکه لېونی. موږ هره ورځ بې خوبه او ستړې يو. دا رښتيا ده چې سقوط کړی يو، دا معجزه ده چې حماس تر دې ډېر ګټه نه اخلي».
هغه زياتوي: «ان له خپلې کورنۍ سره مې اړيکې خرابې شوي دي، د رخصتۍ پر مهال له هر چا سره جنجال کوم. زه ورځ تر بلې کمزورېږم، ويښتان مې تویېږي او دا حالت مې وژني».
د یاهالوم انجنيرۍ ډلګۍ ۲۲ کلن عسکر أوري
أوري وايي: «ما مخکې فکر کاوه چې موږ د تاريخ برخه يو او ملکيان ساتو. خو وروسته مې وليدل چې زموږ د بمبارۍ له امله يرغمل شوي کسان وژل کېږي. ما نور باور له لاسه ورکړ».
هغه زیاتوي: «نور جګړه نه شم کولای، دا يوه بې مانا جګړه ده چې سياسي موخې لري. موږ هيڅ لاسته راوړنه نه لرو، يوازې خپل ژوند له خطر سره مخ کوو».
په پای کې دغو پنځو عسکرو له خپلو مشرانو او ولس غوښتنه کړې چې: «تر څو به موږ وژل کېږو؟ ۹۰۰؟ که ۱۰۰۰؟ مهرباني وکړئ دا جګړه بس کړئ، غږ پورته کړئ او د دې بې ګټې مرګونو مخه ونيسئ».


















