(کابل ټکی کام، يکشنبه، ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۴):
د غزني ولایت د سردې بند په سیمه کې د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور، د غزني والي مولوي عبدالصمد جاوید او یو شمېر نورو چارواکو په حضور کې د تفریحي پارک د جوړولو پروژه پرانیستل شوه.
یاد پارک د مسلم کټوازي شرکت له لوري په ۷۰۰ زره امریکایي ډالرو پانګونه جوړېږي چې په لومړي پړاو کې پر ۱۰ جریبه ځمکه کار روان دی، خو په ټوله کې به شاوخوا ۱۰۰ جریبه ځمکه ولري او پنځه کلن قرارداد ورسره شوی دی.
چارواکي وایي، دا پارک به د خلکو د تفریح لپاره ښکلی ځای وي، د غزني ښکلا به نوره هم زیاته کړي او د ځايي خلکو لپاره به د عاید او کاري فرصتونو یوه مهمه سرچینه وي.


















