کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۵ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)
د فلسطیني مقاومت اسلامي جهاد ډلې د پوځي څانګې “سرایة القدس” یو مهم قوماندان الجزیرې تلویزیوني شبکې سره په خبرو کې ویلي، چې ځواکونو یې شجاعیه کې د اشغالګرو پر پوځي کاروان کمین وهلی، چې په پایله کې یې ۴۰ تنه صهیونیستي عسکرو او افسرانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
نوموړي زیاته کړې، چې کمین یې بریالی و او صهیونیستي اشغالګرو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده او تر برید وروسته د اشغالګرو امبولانس الوتکو له سیمې وژل شوي او ټپي پوځیان ایستلي دي.
یاده حمله په شجاعیه سیمه کې ترسره شوې، چې د غزې جګړې له مهمو او حساسو سیمو څخه شمېرل کېږي. د قدس لېوا قوماندان دا عملیات د “سراية القدس” د شهامت نښه بللې او ویې ویل چې ځواکونه به یې د اشغال تر پای ته رسېدو پورې مقاومت ته دوام ورکوي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې په دې وروستیو څو ورځو کې د غزې په بیلابیلو سیمو کې د مقاومت ځواکونو لخوا پر صهیونیستي پوځ ځپونکي بریدونه پیل کړي او نږدې هره ورځ اشغالګرو ته د درنې مرګ ژوبلې اوښتو خبرونه خپریږي.


















