کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۶ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)
د یمن د وسلهوالو ځواکونو ویاند برید جنرال “یحیی سریع” پلازمینه صنعا کې یوې خبري ناستې ته د خبرو پر مهال ویلي، چې ځواکونو یې د فلسطین د مظلوم ملت د ملاتړ په موخه د اشغالګر صهیونیستي دوښمن پر وړاندې بریالي عملیات ترسره کړي دي.
نوموړي چې د عملیاتو جزئیات یې رسنیو سره شریکول وول: د یمن وسله والو ځواکونو د ۱۱ (فلسطین ۲) هایپرسونیک توغندیو او ګڼو بېپیلوټه الوتکو پر مټ د اشغالګر او ترهګر ريژیم مهم پوځي اهداف په نښه کړي دي، چې په لاندې ډول دي.
۱- لود “بن ګورین” هوايي ډګر ۲-
اشدود بندر ۳-اشکلون بریښنا فابریکه ۴- ام الراشش بندر
یحیی سریع ټینګار کړی، چې بریدونه په دقیق ډول ترسره شوي او ټاکل شوي اهداف یې له منځه وړي دي. هغه دا عملیات د “جهنم دروازې” عملیاتو د لړۍ یوه برخه بللې ده او ادعا یې کړې چې دا د اشغالګرو پر ضد د مقاومت محور یو مهم پرمختګ ګڼل کېږي.
نوموړي زیاته کړې، چې دا بریدونه به تر هغه دوام ولري، څو چې د فلسطین د خلکو پر ضد ظلم او یرغل پای ته نه وي رسېدلی.


















