(کابل ټکی کام، دوشنبه، ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۴):
د یمن حوثي ځواکونو اعلان کړی چې دوی د «ماجيک سیز» سوداګریزې بېړۍ په سره بحيره کې هدف ګرځولې او ډوبه کړې ده.
د حوثي ځواکونو ویاند یحیی سریع ویلي، دغې بېړۍ د اسرائيلي تړاو لرونکي شرکت پورې اړه لرله او د فلسطین اشغالي بندرونو ته په تګ سره یې د دوی د ممنوعیت خلاف ورزي کړې وه.
د سریع په وینا، برید د دوو بې پېلوټه کښتیو، پنځو بالستیک او کروز توغندیو او درې ډرونونو په وسیله ترسره شو.
هغه زیاته کړې چې بېړۍ په مستقیم ډول ویشتل شوې، او اوبه پکې دننه شوي، چې په پایله کې ډوبه شوه. حوثي ځواکونو د بېړۍ عملې ته اجازه ورکړې وه چې بېړۍ پرېږدي، خو خبرداری یې ورکړی چې نورې ورته بېړۍ به هم هدف ګرځوي.
يمني ځواکونو ټینګار کړی چې د اسرائيلو پر ضد به خپل پوځي عملیات روان وساتي، ترڅو چې په غزه بریدونه بند او محاصره پای ته ونه رسېږي. هغوی دا برید د فلسطین د خلکو ملاتړ او د اسرائيلي سوداګریزو لارو د بندولو په هدف ترسره کړی دی.


















