کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۶ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)
د غزې تړانګې په شمالي سیمه کې د مقاومت د یوه برید په ترڅ کې لږ تر لږه ۵ تنه صهیونیستي پوځیان وژل شوي دي.
ځايي سرچینې وایي، دغه پېښه د بیت حانون په سیمه کې رامنځته شوې، چیرته چې د اسراییلي ځواکونه د ودانیو د تخریب او پلټنې په ماموریت بوخت و. د مقاومت سرچینو “المیادین” تلویزیوني شبکې ته ویلي، چې جنګیالیو یې ودانۍ کې ماینونه ځای پر ځای کړي و او ودانۍ ته د صهیونیستي اشغالګرو د ننوتلو پر مهال یې چاودنه کړې ده.
اسراییلي پوځ د خپلو پنځو سرتېرو وژل تأیید کړي او ویلي یې دي چې وژل شوي کسان د استخباراتي ځانګړي کنډک (ناحل بټالین) غړي وو.
د پېښې له امله نور پوځیان ټپیان شوي هم دي، چې روغتونونو ته انتقال شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د غزې جګړه له تېرو ۲۱ میاشتو راهیسې روانه ده؛ خو په دې وروستیو کې د فلسطیني مقاومت لخوا د اسراییلي ځواکونو پر ضد دا ډول مرګونو بریدونو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.


















