ابو عبیده: پر صهیونیستي ريژیم د یمني ځواکونو وروستي بریدونه د مقاومت محور د یو والي او بریا نښه ده

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۷ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)

د حماس اسلامي غورځنګ د پوځي څانګې “القسام” لېوا ویاند ابو عبیده ویلي، چې پر صهیونیستي ريژیم د یمني ځواکونو وروستي بریدونه د مقاومت محور د یووالي او بریا نښه هم ده.

ابو عبیده زیاته کړه:

> «د یمن له خاورې د اسرائیلو پر وړاندې ترسره شوي بریدونه، دا ښيي چې د مقاومت محور یو موټی دی، او د اشغالګر رژیم پر ضد مبارزه یوازې د یوه ملت کار نه، بلکې د ټول آزادي غوښتونکي امت فریضه ده.».
نوموړي د یمني ځواکونو د زړورتیا ستاینه کړې او په خبره یې دا بریدونه د قدس او فلسطین له مبارزې سره ریښتینی وفاداري ښيي.

ابو عبیده ټینګار کړی، چې د یمن، لبنان، عراق، او نورو مقاومت‌پالو ډلو ګډ دریځ به اشغالګرو ته درانه زیانونه ورسوي، او د بیت‌المقدس د آزادۍ ورځ نږدې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button