کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۷ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)
د غزې امنیتي سرچینې وایي، چې د یاسر ابو شباب پورې تړلې وسلهوالې ډلې ګڼ کسان د کورنیو چارو وزارت له خوا نیول شوي دي.
د راپورونو له مخې، نیول شوي کسان د خیانت، د دښمن سره د اړیکو، د وسلهوالې ډلې جوړولو، او د امنیتي ځواکونو پر ضد د بغاوت په تورونو تورن شوي دي. د غزې د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې دا کسان له اشغالګر رژیم سره همغږي لري او د داخلي امن د ګډوډولو هڅه کوي.
د حماس اړوند امنیتي ادارو، یاسر ابو شباب ته لس ورځې وخت ورکړی، چې خپل ځان حکومت ته تسلیم کړي، که نه وي، پر ضد به یې غیابي محاکمه پیل شي.
ویل کېږي چې ابو شباب یوه ناقانونه وسلهواله ډله جوړه کړې وه، چې د غزې په بیلابیلو سیمو کې یې د مرستو د لوټ، خلکو ته د وېرې اچولو، او د حکومتي ادارو پر ضد فعالیتونه کول.
د یادې ډلې ځینې مشران هم د امنیتي ځواکونو لخوا نیول شوي، او څېړنې ترې روانې دي. چارواکي وایي چې د دغې ډلې نور غړي هم تعقیبېږي، او ژر به عدالت ته وسپارل شي.


















