(کابل ټکی کام، سه شنبه، ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۴):
د ايران د شهیدانو او قربانيانو د چارو د بنسټ رئیس، سعید اوحدي، اعلان کړی چې د اسرائيلو د وروستيو بریدونو په نتيجه کې شاوخوا ۱۱۰۰ ایرانیان وژل شوي دي.
نوموړي زیاته کړه چې تر دې دمه د وژل شوو له ډلې ۱۰۶۰ کسانو جنازې خاورو ته سپارل شوي او د پاتې قربانيانو د پېژندنې او تدفین چارې په چټکۍ سره روانې دي.
د راپورونو له مخې، د وژل شوو په منځ کې ۱۲۶ ښځې او ۴۱ ماشومان شامل دي، چې دا د اسرائيلي ځواکونو له لوري د ملکي وګړو پر وړاندې د هدفمند برید څرګند ثبوت ګڼل شوی او د نړيوالو قوانينو ښکاره سرغړونه بلل شوې ده.
د اوحدي په وينا، د دغو بریدونو له امله تر اوسه شاوخوا ۵۶۰۰ کسان ټپیان شوي، چې ډيری يې ملکي وګړي دي.


















