ننګرهار: خوګیاڼو کې د ۵.۶ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسونې پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

(کابل ټکی کام، سه شنبه، ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۴):

د ننګرهار ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د ۵.۶ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسونې د یوې شبکې پروژه بشپړه او نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

ياده پروژه د جاپان د پلیټفام مؤسسې په مالي ملاتړ او د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست په همکارۍ بشپړه شوې ده.

مسوولين وايي، د دې پروژې په بشپړېدو سره ۲۹۰ کورنیو ته د څښاک پاکو اوبو اسانتیاوې برابرې شوې، چې ورسره ځايي اوسېدونکو د پروژې هرکلی کړی او ټینګار یې کړی، چې دا ډول پرمختیایي پروژې د روغتیا او ټولنیز پرمختګ لپاره ډېرې اړینې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button