پنجشنبه, اپریل 23, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه افغانستان

شیخ شهاب الدین دلاور: پخواني چارواکي کولای شي هېواد ته راستانه شي، امارت یې خوندیتوب ته اړین تدابیر نیولي

احسان تکل نشرونکی: احسان تکل
جولای 8, 2025
کټګوریانې: افغانستان, خبرونه, مهم
0
13
ځلې شریک شوی
159
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۷ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)

نن په کابل کې د تېر حکومت يو شمېر هغو کسانو ته چې په دې وروستيو کې هېواد ته راستانه شوي، د خونديتوب کارتونه ورکړل شول او چارواکو په دې اړه جوړه شوې ناسته کې په بهر کې له مېشتو نورو افغانانو هم وغوښتل چې په ډاډ سره خپل هېواد ته راستانه شي.
په یادو شاوخوا دېرشو هغو کسانو کې چې د خوندیتوب کارتونه ورکړل شول، د تېر حکومت پر مهال د اوبو او برېښنا وزیر محمدعارف نورزی، د پخواني ولسمشر حامد کرزي نظامي سکرتر جنرال محمدکريم کوهستاني او د ملي دفاع وزارت د ډایاک کمېټې مشر غلام‌فاروق پرواني شامل وو.
له افغان شخصیتونو سره د اړيکو کمېسیون مشر او د افغاني سرې مياشتې ټولنې سرپرست شیخ شهاب‌الدین دلاور په دې اړه جوړه شوې ناسته کې وویل چې ټول افغانان سره وروڼه او د یو بل په غم کې شریک دي؛ اړینه ده چې په بهر کې مېشت افغانان بېرته خپل هېواد ته راستانه شي.
هغه زیاته کړه: «ځيني خلک وايي چې ولې موږ ته عفوه وشي؟ موږ څه کړي؟ سمه ده، تا هيڅ نه دي کړي؛ راځه خپل وطن ته راشه او په خپل وطن کې و اوسېږه، سمه ده تا ته عفوه نه ده، ته مې ورور یې؛ خو دا عفوه ستا لپاره یو ډاډ دی، یو عزت دی او ستا د ښه ژوند کولو لپاره دا فرمان صادر شوی؛ له دې سره دې څوک د کمي احساس نه کوي.»
ده وویل چې هر څوک کولای شي د یاد کمېسیون او یا هم له کمېسیون پرته خپل هېواد راستانه شي، امارت ژمن دی چې د دوی د خوندیتوب لپاره اړین تدابیر ونيسي.
هغه زیاته کړه: «استاد سیاف یو رهبر و، شیخ‌القران و الحدیث دی، ځیني وخت موږ فکر کوو چې وه وروره! نور خو ته مرې، یا په هندوستان او یا په ترکیه کې؛ راشه خپل ځای ته، دې نورو ته وایم، استاد محقق ته، استاد خليلي ته، عطا نور صاحب ته، ټولو ته؛ په قطر کې چې وو له موږ سره به کېناستل… یو استاد سیاف هلته نه و، قانوني صاحب، ټول به راتلل او له موږ سره به کېناستل چې والله سوله کوو، اوس خو سوله راغلې نو څه غواړې؟ بیا جنګ جوړوې؟ والله چې اوس دې خلک څرمن درنه وباسي، نو راشه، که اوس موږ جګړه غواړو موږ هم څوک نه پرېږدي.»
د یاد کمېسیون ویاند احمدالله وثیق د خوندیتوب د کارتونو په اړه وویل چې دا د اعتماد کارت دی او څوک چې دغه کارت ولري له کوم تهدید او ستونزې سره به نه مخ کېږي.
هغه وویل، چې د اسلامي امارت له خوا د عفوې اعلان د ډېرو ستونزو، وینو تويېدنې، کسات اخیستو، شخصي دښمنیو او خپل‌سرو کړنو مخه ونیوه.
د راستانه شوو شخصیتونو په استازیتوب، د تېر حکومت پر مهال د اوبو او برېښنا وزیر محمدعارف نورزي په نننۍ ناسته کې وویل: «وطن پر موږ حق لري او ټول به په دې یو کور کې وروڼه او د افغانستان د خلکو او ملت په خدمت کې و اوسېږو.»
په تېر کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي نظامي سکرتر جنرال محمدکريم کوهستاني په نننۍ ناسته کې وویل: «په ۱۳۴۷ کال کې زما پلار او مور وفات شول، د بې پلارۍ او بې مورۍ درد مې حس کړی و، خو د بې وطنۍ درد مې نه و حس کړی؛ دا زما د زړه خبره ده، بې وطني ډېره سخته وه، بې وطني ډېر ذلت لري، تحقیر لري، نااميدي لري؛ نور څه نه لرم خو د دې کمېسيون له مسوولینو او غړو مننه کوم.»
د تېر حکومت د ملي دفاع وزارت د ډایاک کمېټې عمومي مشر غلام‌فاروق پرواني وویل: «موږ په پردي وطن کې سخت د درد احساس کاوه، له کومې ورځې چې له ایرانه را روان شوم، واقعاً ټولو سخت انساني چلند راسره وکړ، داسې فکر مې کاوه چې نوی له مور پيدا شوی یم، کله چې له ایرانه خپل هېواد ته راستون شوم، په ژړا شوم او د خپل هېواد خاوره مې ښکل کړه.»
له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون چارواکي وایي، د ۱۴۰۰ کال په کب میاشت کې د دغه کمېسیون له رامنځته کېدو تر اوسه ۱۱۴۳ پخواني چارواکي چې له هېواده وتلي وو، بېرته راستانه شوي دي.

دا هم ولولئ

بدخشان کې ترافیکي پېښې؛ پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

له پاکستانه تر ۳۰۰ زیات بندي افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

ولسمشر اردوغان: د ایران جګړه به اروپا هم کمزورې کړي

لوی ټکي: شیخ،شهاب الدین،دلاور،پخواني چارواکي ډاډ،
مخکینې مطلب

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کميسيون: يوه ورځ کې تر ۱۶ زر ډېر کډوال راستانه شوي

بل مطلب

اسرائیلي رسنۍ: حزب‌الله ځواکونه جګړې ته د چمتوالی حالت کې دي

ځانګړي مطالب

افغانستان

بدخشان کې ترافیکي پېښې؛ پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
افغانستان

له پاکستانه تر ۳۰۰ زیات بندي افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
خبرونه

ولسمشر اردوغان: د ایران جګړه به اروپا هم کمزورې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
افغانستان

نورستان کې د ۵۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۹ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
خبرونه

ملا امير خان متقي: افغانستان کې د نړيوالو ورزشي سیالیو ترسره کېدل ستر ویاړ دی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026

وروستي

بدخشان کې ترافیکي پېښې؛ پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

له پاکستانه تر ۳۰۰ زیات بندي افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

ولسمشر اردوغان: د ایران جګړه به اروپا هم کمزورې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

نورستان کې د ۵۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۹ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

ملا امير خان متقي: افغانستان کې د نړيوالو ورزشي سیالیو ترسره کېدل ستر ویاړ دی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

په کابل کې د اووه هېوادونو په ګډون د دودیزې غېږنیونې نړیوالې سیالۍ پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

افغان پلاوي د اذربایجان ترانسپورت وزارت مرستیال سره د ترانزیټي او ترانسپورتي اسانتیاوو په اړه خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

هلمند: د شوراب ساحوي روغتون ودانۍ تر بیارغونې وروسته بېرته فعاله او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

لوګر کې د ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د يوه پل د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

عبدالملک حوثي یمني ځواکونو او مقاومت محور ته: اوږدې جګړې ته چمتو اوسئ

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • الجزیره: د نړیوالو سترګې مجتبی خامنه‌اي ته دي چې امریکا سره د مذاکراتو اجازه ورکوي کنه

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • د پنټاګون ارزونې: ایران لا هم قوي پوځي وړتیاوې لري

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا وکړه

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران وسله والو ځواکونو هرمز تنګي کې دوه سوداګریزې کښتۍ نیولي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

بدخشان کې ترافیکي پېښې؛ پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

له پاکستانه تر ۳۰۰ زیات بندي افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

ولسمشر اردوغان: د ایران جګړه به اروپا هم کمزورې کړي

نورستان کې د ۵۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۹ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

ملا امير خان متقي: افغانستان کې د نړيوالو ورزشي سیالیو ترسره کېدل ستر ویاړ دی

په کابل کې د اووه هېوادونو په ګډون د دودیزې غېږنیونې نړیوالې سیالۍ پیل شوې

افغان پلاوي د اذربایجان ترانسپورت وزارت مرستیال سره د ترانزیټي او ترانسپورتي اسانتیاوو په اړه خبرې کړي

هلمند: د شوراب ساحوي روغتون ودانۍ تر بیارغونې وروسته بېرته فعاله او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

لوګر کې د ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د يوه پل د جوړولو چارې پیل شوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com