د حزب‌الله بریدونو کې صهیونیستي پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۸ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)

د راپورونو له مخې، د لبنان او اشغالي فلسطین ترمنځ سرحدي سیمو کې د حزب‌الله ځواکونو او صهیونیستي اشغالګرو ترمنځ تازه نښتې شوې دي، چې له امله یې صهیونیستي پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

سرچینې وايي چې د حزب‌الله اسلامي مقاومتي غورځنګ ځواکونو د توغندیزاو هدفي بریدونه ترسره کړي، چې پکې د اسرائيلو څو څارګر مرکزونه، پوستې او پوځي وسایط په نښه شوي دي.

په دغو عملیاتو کې څو تنه صهیونیستي سرتیري وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

د حزب‌الله اړوند رسنیو ویلي، دا بریدونه د غزې له مظلوم ولس او مقاومت سره د پیوستون په موخه ترسره شوي دي، او ټینګار یې کړی چې که اشغال دوام ومومي، عملیات به لا پراخ شي.

اسرائيلي پوځ د توپچي بریدونو له لارې ځواب ورکړی، خو د خپلو تلفاتو په اړه یې تر دې دمه کوم رسمي معلومات نه دي خپاره کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button