کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۸ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)
د پوځي چارو وتلي کارپوه جنرال فائز الدویري ویلي، چې د فلسطیني مقاومت روان عملیات په غزه کې په تاکتیکي او استخباراتي ډول بریالي ثابت شوي دي.
نوموړي د یوې تلویزیوني مرکې پر مهال څرګنده کړې، چې د مقاومت ډلې، په ځانګړي ډول کتائب القسام، توانېدلي چې د اشغالګرو پوځیانو پر وړاندې منظم، دقیق او زیان ور اړونکي بریدونه ترسره کړي.
فائز الدویري زیاتوي:
> “صهیونیستي پوځ له ۲۱ میاشتو یرغل سره سره، لا هم د غزې بشپړ کنټرول نهدی ترلاسه کړی، چې دا د مقاومت د بریالۍ دفاعي ستراتیژۍ ښکاره نښه ده.”
نوموړي د مقاومت د تلونلونو نظام، ډرون بریدونه، هدفي چاودنې، او همداراز کمیني جګړه هغه مهم فکتورونه وبلل، چې د اسرائیلو پوځ یې ستړی او بېباوره کړی دی.
فائز الدویري همداراز وویل، چې د مقاومت روانه تګلاره ښيي چې فلسطیني ډلې نه یوازې پر نظامي ځواک متکي دي، بلکې لوړه روحیه، ستراتیژیک صبر، او استخباراتي وړتیا هم لري.


















