(کابل ټکی کام، پنجشنبه، ۱۹ چنګاښ ۱۴۰۴):
د مهاجرینو چارو سرپرست وزیر مولوي عبدالکبیر په کابل کې د ایران له سفیر علیرضا بیګدلي سره په کتنه کې ويلي چې د افغان کډوالو شکایتونو ته د رسېدو لپاره دوه اړخیزې کمیټې فعالې شوي او ګڼې ستونزې هوارې شوې دي.
سفیر بیګدلي ويلي، چې د ایران حکومت د راستنېدونکو افغانانو پر ویزو جرمانې بښلي، د وسایلو پر انتقال یې ګمرکي تعرفې لغوه کړي او د افغانانو لپاره به د پیسو لاسرسي زمینه هم برابره شي.
مولوي عبدالکبیر ويلي، د ايران له لوري د میلیونونو افغانانو کوربتوب د قدر وړ بللی او له ایران يې وغوښتل چې د افغان کډوالو ستونزې پر وخت رسېدنه وکړي او ټینګار یې وکړ چې د کډوالو موضوع باید د دواړو هېوادونو اړیکو ته زیان ونه رسوي.
دا په داسې حال کې ده چې په تیرو ۱۷ ورځو ايران حکومت له خپل هېواده نږدې څلورنيم لکه افغان کډوال په جبري ډول رايستلي او لا هم دغه لړۍ روانه ده.


















