یحیی سریع: بن ګورین هوایي ډګر مو پر بالستیک توغنديو ویشتلی- اسرائیلي رسنۍ: هوایي ډګر تړل شوی

کابل ټکی کام ( پنجشنبه، ۱۹ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)

د یمن وسله‌والو ځواکونو اعلان کړی، چې غزه کې د صهیونیستي اشغالګرو د روانو جرمونو پر ضد، او د فلسطین د مظلوم ملت او مجاهدینو د ملاتړ په موخه یې بریالي عملیات ترسره کړي دي.

د یمني ځواکونو ویاند “جنرال یحیی سریع” په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي: د یمن د وسله‌والو ځواکونو د میزایلي قطعې له خوا د اشغال شوي یافا په سیمه کې پر لود (بن ګورین نړیوال) هوايي ډګر “ذوالفقار” بالیستیک توغندی ویشتل شوی دی.

د یمني ځواکونو په وینا، عملیات د الله په مرسته بریالي وو، چې له امله یې د اسراییلي رژیم په ۳۰۰ ښارونو او کلیو کې د خطر زنګونه غږېدلي، میلیونونه صهیونیستان پناه ځایونو ته تښتيدلي او د هوايي ډګر د هر ډول الوتنو پرمخ تړل شوی دی.

خبر پاڼه زیاتوي:

> «وسله‌والو ځواکونو د الله په مرسته خپلو ظرفیتونو ته پراختیا ورکوي، او د فلسطین د مظلوم ملت د ملاتړ لپاره به خپل عملیات لا پیاوړي کړي.»

یمني ځواکونو یوځل بیا ټینګار کړی، چې پر صهیونیستي ريژیم به خپلو توغندیزو او سمندري عملیاتو ته تر هغو دوام ورکوي، چې د غزې محاصره پای ته نه وي رسیدلي.

مربوطه مطالب

Back to top button