(کابل ټکی کام، پنجشنبه، ۱۹ چنګاښ ۱۴۰۴):
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر مرات نورتلیف سره په ارګ کې د لیدنې پر مهال د هرات – تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ د جوړېدو تفاهمنامه لاسلیک کړه. د دې پروژې لپاره قزاقستان ۵۰۰ میلیونه ډالره پانګونه کوي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترانزیټ او سوداګرۍ د پراختیا لپاره مهم ګام ګڼل کېږي.
د اقتصادي معاونیت خبرپاڼه کې راغلي چې په دې لیدنه کې دواړو خواوو د سوداګرۍ، ترانزیټ، اوسپنې پټلۍ، انرژۍ، کانونو، ترانسپورټ او نورو بنسټیزو همکاریو په اړه خبرې وکړې. ملا عبدالغني برادر وویل، افغانستان غواړي له قزاقستان سره خپلې اړیکې نورې هم پراخې کړي او هېواد د یوې مهمې ترانزیټي لارې په توګه سیمې ته خدمت وکړي.
خبرپاڼه زياتوي، د غونډې پر مهال د کرنیزو توکو د قرنطین او حفظ موافقتنامې، د صادراتو او وارداتو د زیاتوالي، د ترانسپورټي او نړیوال حمل و نقل د تړونونو، او د ترانزیټي فیسونو د کموالي په اړه هم بحث وشو. همداراز، د افغانستان، قزاقستان، ایران او ترکمنستان ترمنځ په صنعتي او سوداګریز ډګر کې د ګډې همکارۍ پر پیاوړتیا ټینګار شوی دی.
قزاق چارواکو ويلي، چې د افغانستان کرنیزو محصولاتو د صادراتو د زیاتېدو، د برېښنا وارداتو او په قزاقي بانکونو کې د افغان بانکونو حسابونو پرانیستلو لپاره هم چمتو دي.
تمه ده چې د دې تفاهمنامې په عملي کېدو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه درې میلیارده ډالرو ته ورسېږي.















