(کابل ټکی کام، جمعه، ۲۰ چنګاښ ۱۴۰۴):
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي په کابل کې د قزاقستان د بهرنیو چارو له وزیر ښاغلي مرات نورتلیو سره په کتنه کې د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا، اقتصادي او علمي همکاریو، سیمهییزو فرصتونو او ترانزیټي پروژو په اړه خبرې کړي دي. متقي د قزاقستان له لوري د افغانستان په اړه له مثبت دریځ څخه مننه کړې او ټینګار یې کړی چې دا اړیکې باید په اوږدمهالو او پیاوړو همکاریو بدلې شي.
ښاغلي نورتلیو ويلي چې لومړی ځل افغانستان ته د راتګ په ترڅ کې د امنیت له وضعیت څخه ډاډه دی او اراده لري چې له افغانستان سره سیاسي، اقتصادي او علمي اړیکې لا پسې پراخې کړي. هغه زیاته کړه چې قزاقستان غواړي د افغانستان په ثبات، د خوړو په امنیت او په هر اړخیز پرمختګ کې اغېزمن رول ولوبوي.
د لیدنې په پای کې دواړو لوریو د تورغونډۍ ـ هرات د اوسپنۍ پټلۍ پروژې د تفاهمنامې له لاسلیک څخه خوښي څرګنده کړه او د تخنیکي ټیمونو ترمنځ د ګډو همکاریو پر دوام یې موافقه وکړه.
















