القسام: د بیت حانون په کمین کې ګڼ صهیونیستي پوځیان وژل شوي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۲ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)

د حماس اسلامي غورځنګ پوځي څانګې القسام لېوا اعلان کړی، چې د غزې تړانګې په شمالي “بیت حانون سیمه کې د صهیونیستي ځواکونو پر ضد یو پیچلی کمین ترسره کړی دی.

د القسام په وینا، یاد کمین د صهیونیستي عسکرو پر ضد د دقیق پلان له مخې ترسره شوی، چې له امله یې ګڼ شمېر اسرائیلي پوځیان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

سرچینه زیاتوي چې دا عملیات د مقاومت د روانې دفاعي تګلارې برخه ده چې اشغالګرو ته پکې د پام وړ زیانونه اوښتې دي.

د پېښې دقیق تلفات تر دې دمه نه دي خپاره شوي، او د اسرائیلي پوځ له لوري هم رسمي غبرګون نه دی څرګند شوی.

مربوطه مطالب

Back to top button