حماس: نړۍ زموږ د غازیانو زړورتیا ویني، نتنیاهو دې د بریا خوبونه نه ګوري

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۴ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)

د حماس اسلامي مقاومت غورځنګ ویلي، چې د دوی مجاهدین په غزه کې هره ورځ د زړورتیا نوې صحنې نندارې ته وړاندې کوي، او نړۍ د دوی وروستي بریدونه له نږدې ویني.

حماس په خپل بیان کې زیاته کړې: “نتنیاهو او ټول اسرائیلیان دې دا خوب له یاده وباسي چې غزه کې به بریا ترلاسه کړي. زموږ مبارزه به د اشغال تر پای ته رسېدو پورې روانه وي.”

دغه څرګندونې په داسې حال کې شوي، چې د غزې جګړه ورځ تر بلې زور اخلي، او فلسطیني مقاومت ډلې د صهیونیستي پوځ پر ضد ځپونکي عملیات ترسره کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button