کابل ټکی کام( چهارشنبه، ۲۵ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)
د راپورونو له مخې، د سوریې په سوېدا ولایت کې د صهیونیستي رژیم لخوا ترسره شویو تازه هوایي بریدونو کې د سوریې پوځیانو ته ا مرګ ژوبله اوښتې ده.
د الجزیرې، اسوشیټېډ پرېس او نورو رسنیو د معلوماتو له مخې، د صهیونیستي پوځ جټ الوتکو د سوېدا، درعا او شاوخوا سیمو په نښه کولو سره هڅه کړې چې د سوریې له حکومتي ځواکونو هغه برخې ونیسي چې د اسراییلي ادعا له مخې د دروزاقلیت لپاره تهدید بلل کېږي.
د لومړنیو معلوماتو پر بنسټ، هوایي بریدونو کې لږ تر لږه ۵۰ دولتي سرتېري وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي.
سوریایي چارواکو دغه بریدونه سخت غندلي او ویلي یې دي چې دا د یوه خپلواک هېواد پر حاکمیت ښکاره تېری دی. دوی وایي چې صهیونیستي رژیم هڅه کوي د سوریې دننه قومي اختلافات وپاروي او سوېدا سیمه د خپلو اهدافو لپاره وکاروي.
له بلې خوا، د ترکیې حکومت او ځینو نورو نړیوالو بنسټونو د بریدونو د ژر بندېدو غوښتنه کړې ده.،
د یادونې وړ ده چې دا دویمه ورځ ده چې صهیونیستي الوتکې پر سوېدا بریدونه کوي. سیمهییز خلک د سختې وېرې او بېباورۍ سره ژوند کوي، او ګڼې کورنۍ د سیمې پرېښودو ته اړ شوي دي.


















