کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۵ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان سوریه کې راونو شخړو ته په اشارې ویلي، چې اسراییل یو ترهګر دولت دی چې سیمه له خطر سره مخ کوي
ولسمشر رجب طیب اردوغان یو ځل بیا پر اسراییلي رژیم سختې نیوکې کړې او ویې ویل چې اسراییل یو ترهګر دولت دی، چې د خپلې سیاسي بقاء لپاره ټولې سیمې ته خطر پېښوي.
نوموړي زیاته کړې، چې د غزې جګړه یوازې یو نظامي کړکېچ نه، بلکې د اسراییلو له خوا د سیمهییزې سولې پر ضد ستره توطیه ده.
اردوغان همداراز نړیوالو باندې غږ کړی چې د اسراییلو پر ضد اقدام وکړي او د فلسطین او سوریې مظلوم ولس ته عملي ملاتړ ورکړي.


















