یمني ځواکونو مهم صهیونیستي اهداف په نښه کړي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۵ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)

د یمن وسله‌والو ځواکونو د یوې اعلامیې په خپرولو سره اعلان کړی، چې د فلسطیني ولس او مجاهدینو د ملاتړ، او د غزې د خلکو پر ضد د روانې صهیونیستي نسل‌وژنې پر ضد یې په اسرائیلي اهدافو بریالي عملیات ترسره کړي دي.په اعلامیه کې راغلي، چې د درې بې‌پیلوټه الوتکو په وسیله یو هم‌مهاله برید شوی،دوو الوتکو د اشغالګر رژیم یو مهم پوځي هدف په “نقب” سیمه کې په نښه کړی، او درېیمې الوتکې د اشغال شوې فلسطین “ام‌الرشراش” بندر هدف ګرځولی دی.د یمني ځواکونو په ویناعملیات بریالي و او ټاکل شوي اهداف یې ترلاسه کړي دي.اعلامیه زیاتوي، چې صهیونیستي رژیم لا هم د غزې مظلوم خلک، په ځانګړي ډول ښځې او ماشومان، په وحشیانه ډول وژني، کورونه نړوي، خېمې بمباروي او د ژوند لومړني توکي لکه خواړه او درمل نه ورپریږدي او دا هر څه د نړیوالو د سترګو پر وړاندې ترسره کېږي.
د یمن د وسله‌والو ځواکونو په وینا، دا وحشیانه کړنې د ټول امت پر غاړه دیني، اخلاقي او تاریخي مسؤولیتونه ور اچوي، او سکوت به یې د صهیونیستي دښمن د لا زیات تجاوز لامل شي.

مربوطه مطالب

Back to top button