په بدخشان کې د پامیر ۱۲۰ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۵ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)

د بدخشان ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت د لوی پامیر په سخت‌ګذر سیمه کې د ۱۲۰ کیلومتره اوږد سړک د جوړولو چارې رسماً پیل شوې.

چارواکي زیاتوي، چې یاده پروژه د دفاع وزارت د مرستیال ملا عبدالقیوم ذاکر په لارښوونه، د انجنیري فوق‌العاده لوا تر مدیریت لاندې، له ګازخان سیمې څخه تر پامیر کلینیک پورې به عملي کېږي.

دوی وایي، دا سړک به ۶ متره سور ولري او د جغل‌اندازۍ په ډول به په اساسي ډول جوړ شي.

د سړک له بشپړېدو سره به د پامیر په لرو پرتو سیمو کې مېشتو قرغیزو شاوخوا ۳۰۰ کورنیو ته د تګ راتګ اسانتیاوې برابرې شي.

چارواکي دا پروژه د پامیر د خلکو لپاره یو مهم پرمختګ بولي، چې له لارې به یې د سیمې ټولنیز او اقتصادي حالت ته مثبته اغېزه ورسېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button