ترهګر نتنیاهو:اجازه نه ورکوو چې له سوریي دویم لبنان جوړ شي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۵ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)

د صهیونیستي ترهګر رژیم لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ویلي، چې د دوی پوځ د سوریې په خاوره کې فعال دی او جازه نه ورکوي، چې د سوریې سوېل لوېدیځه برخه د اسرائیلو پر ضد د پوځي زون په توګه و کارول شي.

نتانیاهو ټینګار کړی:

> «موږ اجازه نه ورکوو چې وضعیت هغه حالت ته لاړ شي چېرې چې یو ‘دویم لبنان’ جوړ شي.»

نوموړي دا څرګندونې وروسته له هغه وکړې چې د سوریې په سوېدا ولایت کې د اسرائیلي پوځ هوایي بریدونه ترسره شول او لسګونو حکومتي پوځیانو ته مرګ ژوبله واوښته.

نتانیاهو همداراز ادعا کړې چې اسرائیل ځان مکلف بولي چې د سوریې د دروزي اقلیت اوسېدونکي خوندي وساتي، او په خبره یې دا یو «انساني مسؤلیت» بولي.

د سوریې چارواکو اسرائیلي یرغل ته سخت غبرګون ښودلی او دا بریدونه یې د خپلواکې خاورې پر وړاندې ښکاره سرغړونه بللې. دا په داسې حال کې ده چې سیمه کې کړکېچ ورځ تر بلې پراخېږي او د نړیوالو اندېښنې یې را پارولي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button