وول سټریټ ژورنال: د ایران پرمختللو توغندیو اسرائیلي چارواکي سخت اندېښمن کړي

(کابل ټکی کام، چهارشنبه، ۲۵ چنګاښ ۱۴۰۴):

وول سټریټ ژورنال په خپل تازه راپور کې لیکلي چې د جګړې په پیل کې ۸ سلنه ایراني توغندي د اسراییلو د هوايي دفاعي سیستم څخه په بریالیتوب سره تېر شوي دي چې دې چارې اسرائيلي چارواکي سخت انديښمن کړي دي.

راپور زیاتوي چې د بریدونو په دوام سره د دې توغندیو د بریالي نفوذ کچه ۱۶ سلنې ته لوړه شوې، چې د اسراییلي دفاعي سیستم په کړکیچونو او نیمګړتیاوو دلالت کوي.

سرچینې څرګندوي چې ایران هڅه کړې د خپلې بریدګرې وړتیا د لا پیاوړتیا لپاره د دفاعي پوښښ خلاوې، د وخت انتخاب او همغږي په دقت سره وکاروي او د اسراییلو دفاعي سیستم یې په تدریجي ډول آزمايلی دی.

د دغو پایلو له امله، د اسراییلو دفاعي چارواکو کې سختې اندېښنې راپورته شوې دي او هغوی اړ ایستل شوي چې د ایران د احتمالي قوي بریدونو او پرمختللو وسلو د کارونې ترمخه خپل دفاعي سیستمونه په چټکۍ سره سمون او د پیاوړتيا هڅې يې وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button