ولسمشر اردغان له احمد الشرع څخه غوښتي، چې له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه ووځي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۵ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)

د ترکیي ولسمشر “رجب طیب اردغان” د سوریې ولسمشر احمدالشرع ته په یو بیړني پیغام کې ویلي، چې باید ژر تر ژره د سوریې له ولسمشري ماڼۍ څخه ووځي.

سرچینې وايي، دا اقدام له هغه وروسته کېږي، چې اسراییلي الوتکو نن له غرمې وروسته په پلازمینې دمشق کې ولسمشرۍ ماڼۍ، دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت، رادیو تلویزیون، او د سوریې د وسله والو ځواکونو مرکزي قوماندانۍ باندې بریدونه وکړل او ګڼ پوځي چارواکي یې ووژل.
د ویلو ده، چې احمدالشرع ته نږدې سرچینو نړیوالو رسنیو ته ویلي، چې نوموړي ویلي تر پایه به ولسمشرۍ ماڼۍ کې پاتې کېږي او تمه ده وروسته ولس ته وینا هم وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button