الجزیره: دمشق کې ولسمشرۍ ماڼۍ، دفاع وزارت ودانۍ او د لوی درستیز دفتر په نښه شوي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۵ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)

الجزیرې د اسراییلو د ۱۲ تلویزیوني چینل په حواله خبر ورکړی، چې د اسرائیلو د هوايي بریدونو هدفونه د سوریې په پلازمېنه دمشق کې د ولسمشرۍ ماڼۍ، دفاع وزارت ودانۍ او د پوځ د لوی درستیز مرکز وو.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د نن غرمې راهیسې د سوریې د پلازمینې دمشق په ګډون، حلب، ادلب، او سوېدا ښارونو باندې د اشغالګر صهیونیستي ريژیم جنګي الوتکو ګڼ بریدونه کړي دي، چې له امله یې درنې چاودنې رامنځته شوي او خلک ويریدلي دي.

د ویلو ده، چې د سوریې دولتي تلویزیون د ځینو مهمو پوځي چارواکو په ګډون د ګڼ شمېر کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button