د غزې جګړه؛ خان یونس کې د مقاومت کمین – ګڼو صهیونیستي پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۷ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)
د غزې په جنوبي ښار خان یونس کې د فلسطیني مقاومت جنګیالیو د اشغالګر صهیونیستي پوځ پر ضد یو تکتیکي کمین ترسره کړی، چې له امله یې ګڼو صهیونیستي عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د معلوماتو له مخې، دغه برید هغه مهال ترسره شوی، چې د صهیونیستي پوځ یوې قطعې د خان یونس په څنډو کې د پرمختګ هڅه کوله؛ خو د مقاومت د جنګیالیو لهخوا له کمین سره مخ شول.
سرچینې وایي، په برید کې لږ تر لږه ۷ تنه صهیونیستي پوځیان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.
د کمین پر مهال له درنو وسلو، لاسي بمونو او چاودېدونکو توکو څخه کار اخیستل شوی دی. او د مقاومت ځواکونه له برید وروسته خوندي ځایونو ته تللي دي.
صهیونیستي پوځ تر اوسه په رسمي ډول د تلفاتو په اړه څه نهدي ویلي؛ خو ځینې اسرائیلي رسنیو د مرګ ژوبلې پخلی کړ؛ خو د کره شمېرو په اړه یې څه نه دي ويلي.
د یادونې وړ ده، چې فلسطیني مقاومت په دې وروستیو کې د اشغالګرو پر ضد خپل بریدونه زیات کړي له پرمختللو تکتیکونو کار اخلي، چې له امله یې صهیونیستي پوځ ته درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.



