سوېدا کې وسله والې نښتې؛ حکومتي ځواکونه په ښار کنترول ته چمتوالی نیسي

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۷ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)

له هغه وروسته، چې نن سهار وختي پر سوېدا ښار عربي قبایلو د دُروزي مذهبي ډلې پر وړاندې پراخ او ځپونکي عملیات پیل کړل راپورونه وایي، چې د دُروزي قبیلې مشر “حکمت هجري” ولسمشر احمد الشرع” سره تلیفوني خبرې کړي او غوښتنه یې ترې کړې، چې وسله وال پوځ ور ولیږي ترڅو یاده شخړه پای ته ورسوي.
د سوریې د دولتي تلویزیون د راپور له مخې دا مهال ښار کې خونړۍ نښتې روانې دي، سلګونه دُوروز وسله وال وژل شوي او عرب بدويان د پرمختګ په حال کې دي.
په ورته مهال د صهیونیستي ريژیم لومړي وزیر نتنیاهو اسرائیلي پوځ ته امر کړی، چې عرب وسله والو باندې هوایي بریدونه وکړي، چې د وروستیو راپورونو له مخې د اسرائیلي اشغالګرو هوایي بریدونه پیل شوي او د عربي قبایلو ګڼې پوستې او موټر هدف ګرځول شوي دي.
د ویلو ده، چې سوېدا ښار کې له تېرې یوې اوونۍ راهیسې حالات ترینګلي دي د دُزور مذهبي اقلیت د وسله والو او عربي قبایلو ترمنځ جګړې روانې دي، چې دوه ورځې وړاندې یې د دمشق حکومت مداخله وکړه؛ خو د صهیونیستي اشغالګرو له غبرګون سره مخ شول او ولسمشر احمد الشرع یې اړ کړ، چې له سوېدا ولایت خپلو ځواکونو ته د وتلو امر وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button