سوریه؛ صهیونیستي الوتکې د دمشق، حمص، درعا او سویدا پر لور روانې دي

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۷ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)
سیمه ییزې سرچینې خبر ورکوي، چې د اسراییلي اشغالګرو جنګي الوتکې په لویه کچه د سوریې هوايي حریم ته ننوتلي دي.
د معلوماتو له مخې، یادې الوتکې د هېواد د څو ولایتونو په لور روانې دي، چې پکې پلازمېنه دمشق، حمص، درعا او سوېدا ولایتونه شامل دي.
سرچینې وایي، په سیمه کې د هوايي بریدونو احتمال شته، ځکه چې د اسراییلي الوتکو حرکتونه د برید لپاره ترتیب شوي ښکاري.
تر دې دمه د سوریې حکومت یا پوځ رسمي غبرګون نهدی څرګند کړی، خو امنیتي سرچینو د حالت جديوالی تایید کړی دی.
د یادونې وړ ده، چې په تېرو څو ورځو کې هم اسراییلي اشغالګرو په بېلابېلو پلمو د سوریې په ځینو نظامي او ملکي اهدافو هوايي بریدونه کړي دي، چې له امله یې مرګ ژوبله او مالي زیانونه اوښتي دي.



