متقي او لاوروف ټیلیفوني خبرې وکړې؛ روسیې د سیاسي او اقتصادي همکاریو پراخولو ترڅنګ، متقي ته د مسکو فارمټ غونډې رسمي بلنه ورکړه

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱ زمری، ۱۴۰۴ل)

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي نن د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره ټیلیفوني خبرې وکړې. په دغه تماس کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د رسمیت پېژندنې له اعلان وروسته د سیاسي اړیکو پیاوړتیا، اقتصادي همکاریو پراختیا او سیمه‌ییزو مسایلو په اړه بحث وشو.

مولوي متقي د روسیې له لوري د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې له پرېکړې مننه وکړه او ویې ویل، دا اقدام د افغانستان او روسیې ترمنځ په اړیکو کې یو مهم تحول دی. نوموړي زیاته کړه چې د رسمیت اعلان د سیاسي او اقتصادي همکاریو دروازې پرانیستې او په نړیواله کچه د افغانستان د ادغام لپاره بې‌ساری ګام دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د اسلامي امارت د هڅو، په ځانګړې توګه د نشه‌یي توکو پر ضد مبارزې او امنیت ټینګښت ستاینه وکړه او ویې ویل، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ به ژر د همکاریو عملي پایلې راښکاره شي. هغه همداراز، د مسکو فارمټ په راتلونکې غونډه کې د افغان بهرنیو چارو وزیر ته رسمي بلنه ورکړه.

مربوطه مطالب

Back to top button