ذبیح الله مجاهد: د پاکستان بریدونه به بې ځوابه پاتې نه شي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۸ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د افغانستان د اسلامي امارت مرکزي ویاند “ذبیح الله مجاهد” وایي، چې د پاکستان د پوځي رژیم له لوري تېره شپه پر پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو شوي بریدونه به بې ځوابه پاتې نه شي.
مجاهد په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې تر دې وړاندې هم د پاکستاني پوځي رژیم د بریدونو غچ اخیستل شوی او د پاکستان په خاوره کې د ځینو هغو ډلو مرکزونه په نښه شوي چې نوموړي”شریرې کړۍ” بللې دي.
هغه زیاته کړې، چې اسلامي امارت د جګړې پلوی نه دی او د ستونزو د حل لپاره په دیپلوماسۍ باور لري، خو د افغانستان د خاورې، ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا دفاع به په هر ډول شرایطو کې کوي.



