د صنعت او معدن اونۍ پنځم ملي او نړیوال نندارتون د چنګاښ په ۱۰مه په کابل کې پیلېږي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۹ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)

د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې مسوولین وایي، د صنعت او معدن اونۍ پنځم ملي او نړیوال نندارتون به د راتلونکې اونۍ د چنګاښ په ۱۰مه په کابل کې پرانیستل شي.

د دوی په وینا، دغه اووه ورځنی نندارتون به د افغانستان په نړیوال نندارتون مرکز کې ترسره شي.

د یادې خونې د معلوماتو له مخې، په نندارتون کې به د بېلابېلو اقتصادي او صنعتي سکټورونو کورني تولیدات او صنعتي محصولات د ۳۶۵ غرفو له لارې نندارې ته وړاندې شي، څو د هېواد د تولیداتو د معرفۍ او بازار موندنې زمینه برابره شي.

د مسوولینو په وینا، ټاکل شوې ده چې دغه نندارتون د چنګاښ تر ۱۶مې نېټې پورې دوام وکړي او د کورنیو او بهرنیو سوداګرو، پانګوالو او لیدونکو کوربه به وي.

مربوطه مطالب

Back to top button