افغانستان بانک: افغانۍ پر ډالر ارزښت موندلی؛ تېر کال ۴ میلیارده زاړه بانکنوټونه سوځول شوي، ۴۱ میلیارده نوي بازار ته عرضه شوي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱ زمری، ۱۴۰۴ل)

د افغانستان بانک لومړي مرستیال صدیق‌الله خالد ویلي، چې د تېر یوه کال په ترڅ کې د افغانۍ ارزښت د ډالر پر وړاندې ۰.۷۹ سلنه لوړ شوی، چې دا د پولي ثبات او بازار کنټرول ښکارندویي کوي. نوموړي دا څرګندونې د بانک د یو کلنو لاسته‌راوړنو د تشریح په پروګرام کې وکړې.

د خالد په وینا، تېر کال ۴ میلیارده او ۸۶۷ میلیونه افغانۍ مندرس بانکنوټونه سوځول شوي او پر ځای یې ۴۱ میلیارده او ۵۱۲ میلیونه نوي بانکنوټونه بازار ته وړاندې شوي دي.

همداراز، د بازار د نقدو پیسو اندازه ۳۸۸.۰۳ میلیارده افغانیو ته رسېدلې او د پیسو ټولیز حجم ۴۶۰.۳۵ میلیارده افغانیو ته لوړ شوی، چې د مرکزي بانک د بریالي مالي مدیریت څرګندونه کوي.

نوموړي زیاته کړه، چې د تېر کال په موده کې د برېښنایي تادیاتو ارزښت ۲۵.۴۲ میلیارده افغانیو ته رسېدلی، چې د ۱۴۴۵ قمري کال په پرتله ۸۶ سلنه زیاتوالی ښيي.

نوموړي وويل، د صرافیو او مالي خدماتو شرکتونو لپاره د جوازونو شمېر ۱۳۱۲ او د ثبت شویو نمایندګیو شمېر ۱۲۴۱ ته رسېدلی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button