ملا حمدالله فطرت: د پاکستاني بریدونو کې ۳۶ ملکي وګړي شهيدان شوي او ۱۶۳ نور ټپیان دي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۹ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د ا.ا د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وایي، د پاکستاني پوځي رژیم د تېرې شپې په هوايي بریدونو کې چې د پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونه یې په نښه کړي، تر اوسه ۳۶ ملکي وګړي، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، شهيدان شوي او ۱۶۳ نور ټپیان دي.
د نوموړي په وینا، د پکتیا د څمکنیو ولسوالۍ د مندوخېلو کلي پر یوه ملکي کور له بمبار وروسته، هغه خلک چې د قربانیانو د ژغورنې لپاره ورغلي وو، بیا هم په برید کې په نښه شول چې له امله یې درنه مرګ ژوبله واوښته.
فطرت زیاته کړې، د پکتیکا د ګیان او د کونړ د منورې ولسوالیو په ځینو سیمو کې هم د ملکي وګړو کورونه بمبار شوي او د دغو بریدونو له امله ټولټال درې استوګنیز کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي.



