عبدالملک حوثي: همدا ویاړ بسنه کوي، چې د غزې له مظلومانو سره ولاړ یو

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲ زمری، ۱۴۰۴ل)
د یمن د انصارالله اسلامي غورځنګ مشر “عبدالملک بدرالدین حوثي” ویلي، چې د غزې له مظلومو مسلمانانو سره ولاړ پاتې کېدل زموږ لپاره ستر افتخار او ویاړ دی.

نوموړي په خپلو تازه څرګندونو کې زیاته کړې: “موږ ته دا ویاړ بسنه کوي، چې د ظلم او یرغل پر وړاندې د فلسطیني ولس تر څنګ ولاړ یو، دا د انسانیت، ایمان، او اسلامي مسؤولیت غوښتنه ده.”

عبدالملک حوثي دا هم ویلي، چې د یمن د مقاومت ځواکونه به د غزې ملاتړ ته دوام ورکوي او د صهیونیستي اشغالګرو او د هغوی د ملاتړو پر ضد به خپلو ځپونکو عملیاتو ته دوام ورکوي.

د یادونې وړ ده چې یمني ځواکونه له تېرو ۲ کلونو راهیسې د اسراییلي ملاتړ کوونکو کښتو پر ضد د سره سمندر په سیمه کې عملیات ترسره کوي او دغه راز نږدې هره ورځ د اسرائیلو دننه مهم پوځي اهداف په نښه کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button