د دواړو لوريو مذاکرات؛ حماس د رفح پولې د بیا پرانیستلو غوښتنه کړې

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲ زمری، ۱۴۰۴ل)

د اسرائیلي رسنیو په وینا، حماس له مصر سره د رفح پولې د بیا پرانیستلو غوښتنه کړې، څو فلسطینیان، په ځانګړي ډول د حماس غړي، وکولای شي بېرته غزې ته ستانه شي. دا غوښتنه په مذاکراتو کې د بندیانو د تبادلې د خبرو یوه برخه ده.
ویل شوي چې دا غوښتنه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه پلان ته یو ډول غبرګون دی، چې غوښتل یې د غزې خلک نورو هېوادونو ته واستوي. اوس خبرې د قطر، مصر او امریکا په منځګړیتوب په دوحه کې روانې دي.
سرچینې وايي، که دا غوښتنه ومنل شي، دا به لومړی ځل وي چې د جګړې له پیل راهیسې فلسطینیان د رفح له لارې غزې ته داخل شي. شنونکي باور لري، چې دا کار به یوازې د فلسطینیانو لپاره یو مهم ملي سمبول نه وي، بلکې ښايي د غزې پر کلابندۍ هم اغېز ولري او د مصر او غزې تر منځ د فیلاډلفیا محور د کنټرول په شرایطو کې بدلون راولي.
فیلاډلفیا محور د مصر او غزې ترمنځ شاوخوا ۱۴ کیلومتره اوږده پوله ده، چې ستراتیژیک اهمیت لري. دا سیمه د خلکو او توکو د تګ راتګ یوازینۍ زمکنۍ لاره بلل کېږي، او له کلونو راهیسې د وسلو او توکو د قاچاق د تونلونو له امله د مصر او اسرائیل له لوري کلک څارل کېږي.
دا محور نه یوازې امنیتي ارزښت لري، بلکې د غزې د محاصرې او بشري وضعیت په ښه یا خرابېدو کې مهم رول لري.

مربوطه مطالب

Back to top button