د کانونو وزارت: په تېر کال کې د ۵ میلیارده افغانیو په ارزښت د ۱۰ لویو کانونو تړونونه لاسلیک شوي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲ زمری، ۱۴۰۴ل)

د کانونو او پترولیم وزارت وایي، تېر کال یې له کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره د لویو کانونو ۱۰ تړونونه لاسلیک کړي، چې د ټولیزې پانګونې ارزښت یې له ۵ میلیارده افغانیو اوښتی دی.

دغه څرګندونې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د يو مطبوعاتي کنفرانس پر مهال وشوې، چې پکې د ياد وزارت یو کلنی راپور له رسنیو سره شریک شو.

د وزارت د معلوماتو له مخې، په تېر کال کې د کوچني مقیاس ۴۲ نوي قراردادونه هم لاسلیک شوي، او په وروستیو څلورو کلونو کې د ۱۷۵ معادنو تړونونه د شاوخوا ۱۰ میلیارده افغانیو په ارزښت منظور شوي دي.

همداراز، د معدني منابعو د جذب لپاره ۳۷۸ ساحې پېژندل شوي، ۴۰۰ تخصصي نقشې چمتو شوې، او ۳۸۷۵ نمونې تحلیل شوې دي.

مسوولین زیاتوي چې افغانستان اوس د مالګې په تولید کې خودکفا شوی، د تولید ظرفیت ۳۴۴ زره ټنو ته رسېدلی، او د شبرغان–مزار د ګازو د لېږد پروژه بشپړه شوې، چې په ورځني ډول به ۱.۵ میلیونه مکعب متره ګاز انتقالوي.

همداراز، په جوزجان کې ۷ ګازي څاګانې فعالې شوي او غیرقانوني زرشویي بند شوې چې له امله یې نېږدې ۲۰ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button