اسرائیلي رسنۍ: نتنياهو د پوځ د کمزوري کېدو له امله د جګړې د پای ته رسېدو هڅې کوي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲ زمری، ۱۴۰۴ل)
اسرائیلي رسنیو د پوځي چارواکو په حواله خبر ورکړی، چې د غزې په جګړه کې د پوځ د کمزوري کېدو له امله د اسرائیلي اشغالګر رژیم مشران هڅه کوي، څو روانه جګړه پای ته ورسوي.
د اسرائیلو نشراتي ادارو د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د دغه رژیم لومړی وزیر بنیامین نتنياهو په دې اړه له خپلو وزیرانو سره تازه ناستې کړې دي او د جګړې د ختمولو په هڅه کې دی.
راپورونه زیاتوي، چې په غزه کې د اسرائیلي پوځ ځواک او توان کم شوی او همدې حالت نتنياهو او د پوځ لوی درستیز “ایال زامیر” دې ته اړ کړي، چې د جګړې د پای ته رسولو پر پرېکړې غور وکړي.
سرچینې وایي، زامیر د ځمکنۍ جګړې په اړه نتنياهو ته مفصل راپور ورکړی او هغه یې دې ته قانع کړی، چې روان وضعیت د سترګو پټولو نه دی.
د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې په غزه کې د حماس او نورو او مقاومتي ډلو بریدونو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی، ګڼو سیمو کې جګړې روانې دي او څو ځله د اسرائیلي عسکرو د ژوندي نیولو هڅې هم شوې دي، چې له امله یې د صهیونیستي پوځ په لیکو کې وېره خپره شوې ده.



