حوثي مصر ته: رفح لار خلاصه کړئ یمني ولس او ځواکونه غزې ته ننوتلو لپاره چمتو دي

کابل ټکی کام (جمعه، ۳ زمری، ۱۴۰۴ل)

د انصارالله اسلامي غورځنګ مشر عبدالملک حوثي د مصر حکومت ته په خطاب کې ویلي، چې د رفح لار دې د یمني خلکو او پوځ لپاره پرانیزي، څو دوی وکولای شي د غزې د خلکو ملاتړ لپاره ورشي.

حوثي زیاته کړه، چې د فلسطین ملاتړ ورته د دیني او انساني وجایبو له مخې لومړیتوب لري او غواړي د فلسطینیانو ترڅنګ د اشغالګر دوښمن پر وړاندې ودرېږي.

د ویلو ده، چې حوثي داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې غزه کې بشري ناورین روان ده او سلګونه ماشومان د لوږې او تندې له امله په شهادت رسیدلي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button