د غزې جګړه؛ خان یونس کې اشغالګرو ته درانه تلفات اوښتې

کابل ټکی کام (جمعه، ۳ زمری، ۱۴۰۴ل)

د غزې تړانګې خان یونس سیمه کې د مقاومت ځواکونو او صهیونیستي پوځ ترمنځ له څو ساعتونو جګړې وروسته اشغالګرو ته درانه تلفات اوښتي دي.

د حماس نظامي څانګې ویلي، دوی د اسرایيلي ځواکونو څو ټانکونه په نښه کړي، چې په پایله کې یې ګڼ عسکر وژل شوي او ژوبل شوي دي.

همداراز د اشغالګرو څو ټانکونه د ماینونو د چاودنو له امله ویجاړ شوي دي.

ځايي سرچینې وایي، جګړه لا هم دوام لري او د خان یونس په لوېدیځ او شمال کې د اشغالګرو پوځیان د سخت مقاومت سره مخ دي.

د ویلو ده، چې صهیونیستي پوځ د جګړو پخلی کړی، تلفات یې منلي؛ خو د کره شمېرو په اړه یې جزییات نه دي ورکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button