یمني ځواکونو ایلات کې د صهیونیستي رژیم مهم پوځي اهداف په نښه کړي

کابل ټکی کام (شنبه، ۴ زمری، ۱۴۰۴ل)

د یمني ځواکونو ویاند اعلان کړی چې د اشغالي فلسطین په ایلات سیمه کې یې د صهیونیستي رژیم مهم پوځي اهداف په بالستیک توغندویو په نښه کړي دي.

د راپورونو له مخې، د بریدونو پر مهال د ایلات په پوځي اډو او مهمو تأسیساتو کې د درنو چاودنو غږونه اورېدل شوي او خلک پټنځایونو ته تښتیدلي دي.

یمني ځواکونو ویلي، دا بریدونه د غزې د جګړې او د فلسطیني ولس پر وړاندې د صهیونیستي رژیم د وحشیانه حملو د غچ په توګه ترسره شوي دي.

د اسرائیلي رسنیو په وینا، د بریدونو له امله ځینې پوځي مرکزونه او تاسیسات زیانمن شوي، خو د تلفاتو د دقیق شمېر په اړه تر اوسه رسمي جزئیات نه دي خپاره شوي.

مربوطه مطالب

Back to top button