القسام: د غزې شمال کې مو ۱۵ صهیونیستي اشغالګر پوځیان وژلي

کابل ټکی کام (جمعه، ۳ زمری، ۱۴۰۴ل)
د اسلامي مقاومت غورځګ حماس پوځي څانګې “القسام لېوا” اعلان کړی، چې د غزې په شمال کې یې د اشغالګرو پوځیانو پر ضد په تازه بریدونو کې ۱۵ صهیونیستي پوځیان وژلي دي.
القسام ویلي، چې صهیونیستي پوځ دغه تلفات د ځانګړو کمینونو او چاودنو په پایله کې اوښتي او د اسرائیلي ځواکونو د پرمختګ مخه نیول شوې ده.
د یاد برید په اړه د اسرائیلي پوځ له لوري تر اوسه رسمي څرګندونې نه دي شوي.



